د پروان د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی دې ولایت رسېدلی دی

د پروان چارواکي وايي، د پروان پیښې په اړه د کورنیو چارو وزارت له خوا استول شوی پلاوی نن پروان ته رسیدلی.

د پروان والي عبدالبصیر سالنګي نن ازادې راډيو ته وویل چې؛ د دي پیښې په تړاو کسان به ژر تز ژره ونیول شي او د قانون منګلو ته به وسپاري.

د نوي کال په لومړۍ ورځ د پروان په ګل غوندۍ میله ځای کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښته وشوه؛ چې چارواکي وايي، درې تنه په کې ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

وروسته له هغې خلکو مظاهرې وکړې او شمال ته غځیدلې لاره یې د دوو ورځو لپاره تړلې وه، چې اوس دغه لار بیرته پرانستل شوې ده.