د افغانستان په ختیځ کې د ایساف ځواکونو یو عسکر وژل شوی دی

د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونه وايي چې؛ پرون يې يو سرتېرى د افغانستان په ختيځ کې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

دغو ځواکونو په خپله اعلاميه کې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې تر شلو زيات بهرني سرتېري وژل شوي دي.