دا ډيپلوماتيک پرمختګ وروسته تر هغه کېږي چې؛ د اسراییلو صدراعظم بنيامين نتنياهو پرون په يوه ټليفوني تماس کې له خپل ترکي ساري څخه د هغو نهو ترکي فعالانو د وژنې له کبله بخښنه وغوښته چې؛ درې کاله مخکې په غزه کې د اسرایيلو په بريد کې وژل شوي وو.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشر په توګه اسرایيل ته د خپل لومړي سفر په وروستيو کې د دې ټليفوني مکالمې د زمينې په برابرولو کې مرسته وکړه.
اوباما پرون په عمان کې په دې اړه يوه کنفرانس ته وويل:
”ما مخکې هم ويلي، دا د اسرایيل او ترکيې دواړو په ګټه ده، چې خپلې اړيکې بېرته عادي کړي، دوى د تاريخ په اوږدو کې ښې اړيکې درلودې.“
اسرایيل او ترکيه دواړه د امريکا سيمه ييز متحدان دي.