د روسیې ولسمشر له خپل چیني سیال سره د لومړي ځل لپاره وکتل

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د لومړي ځل لپاره د چين له نوي ټاکل شوي ولسمشر شي جين پينګ سره وکتل.

پينګ په يو رسمي سفر په مسکو کې دى.

دواړو مشرانو د دوه اړخيزې سوداګرۍ او پر نړيوالو چارو د خپل اغېز له مخې د خپلو هېوادونو د اړيکو پر اهميت ټينګار وکړ.

تر غونډې مخکې د چين ولسمشر وويل، په خپل بهرني سفر ځکه روسيې ته ځي چې چين ته خاص اهميت لري.

کرملين ته له رسېدو سره سم- پوتين وويل؛ د چين د ولسمشر کتنې د چين او روسيې اړيکو ته نوى خوځښت په برخه کړ، چې دغه اړيکې له وړاندې ډېرې ښې دي.