مصر: د اخوان المسلمین پلویانو او مخالفانو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه

د مصر د اخوان المسلمين ګوند په زرګونو مخالفانو او پلويانو په قاهره کې د دې ګوند دفترونو ته څېرمه شخړه وکړه.

راپورونه وايي، د بلوا ضد پوليسو پر سيالو ډلو چې پرون په "مقطم" کې په شخړه واوښتل اوښکي بهوونکي ګاز وکارول. چارواکي وايي، په دې تاوتريخوالي کې په لسګونو کسان ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، اعتراض کوونکو د قاهرې په مينالي سيمه، د مصر په بل ښار سکندريه او محله ښارګوټي کې د اخوان المسلمين دوه دفترونه لوټ کړل.

دغه راز د دولتي رسنيو په حواله په محله نومي ښارګوټي کې هم اعتراض کوونکو د پټرولي بمونو په ګوزارونو سره د اخوان المسلمين ګوند دفترونو ته اور واچاوه. په مصر کې د دې ګوند پر دفترونو له ډسمبر مياشتې راهيسې بريدونه کېږي.

اخوان المسلمين ګوند مخالفان تور لګوي چې؛ د دې ګوند مشرتابه پر ولسمشر محمد مرسي نفوذ لري او دوى هڅه کوي چې د جمهوري رياست په مرسته واک يوازې په ځانونو پورې انحصار کړي.