مارتین کوبلر : عراق ته د سوریې د بحران د ور غزیدو ریښتني امکانات موجود دي

د عراق لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی مارتین کوبلر (Martin Kobler) وايي، چې دې هېواد ته د سوریې د بحران د ور غزیدو ریښتني امکانات موجود دي، چې په عراق کې پر موجودو سیاسي او امنیتي مشکلاتو اغیز کولای شي.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرون د امنیت شورا ته وویل، چې لږترلږه اته زره کسان هره ورځ له سوریې څخه عراق ته ور تښتي او دا هیواد اوس د یو لک او شل زره کډوالو کوربه دی.

د مارتین کوبلر په وینا، څه باندې اتیا زره عراقیان، چې په سوریه کې اوسیدل بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ده په وینا په عراق کې هيڅ یوه قومي یا ټولنیزه ډله د تروریزم، برمته نیونې او د ترور له خطر څخه په امان نه دي.

ښاغلي کوبلر وویل، چې د تیرکال د نومبر له میاشتې د فبرورۍ تر پایه لږترلږه دیارلس سوه ملکي عراقیان د تروریستانو په حملو کې وژل شوي دي.