له مالي سقوط څخه د ځان د ژغورنې د هڅو په دوام کې نن د قبرس پارلمان د اروپايي اتحادیې له خوا د مالي ژغورنې پر وړاندېز د بحث لپاره غونډه کوي.
د مرستې د وړاندیزونو په دې بسته کې، چې د پنجشنبې په ورځ د تایید لپاره د قبرس پارلمان ته واستول شوه، د دې هېواد د بانکي سیسټم له سره جوړول او د همبستګۍ د پانګونې کمکي صندوق شامل دی.
قبرس باید د دې لپاره، چې د نړیوالو له خوا د مالي نجات لس ملیارد ډالره مرستې تر لاسه کړي، باید پینځه اعشاریه اته ملیارد ډالر را غونډ کړي.
که چیرې د قبرس حکومت د دوشنبې تر ورځې نوي پلان وړاندې نه کړي، نو د اروپا مرکزي بانک ویلي، چې د عاجلو حالاتو لپاره مرستې به بندې کړي او په دې ډول به پریږدي، چې بانکونه سقوط وکړي.
په عین حال کې د روسیې د مالیې وزیر ویلي، چې روسي پانګوالو له قبرس سره د مالي مرستې په خاطر هیڅ ډول معاملې ته علاقمندي نه ده څرګنده کړې.
پرون په قبرس کې یو شمیر قبرسیانو د دې هیواد د پارلمان د ودانۍ په وړاندې مظاهره وکړه.
د مظاهره کونکو له ډلې د یوه بانک مامور رویټرز آژانس ته وویل:
د حل دا لاره ډيره غیر منصفانه ده ځکه دوي پر خلکو غږ کوي او د بانکونو له مامورینو غواړي، چې د دوي د تیروتنو بیه پرې کړي. دا غیر منصفانه کار دی.