د ګرجستان پارلمان د ولسمشر د صلاحیتونو د محدودولو په پلوي رایه ورکړه

په ګرجستان کې د ولسمشر میخاییل ساکاشویلي او صدراعظم بیدزینا ایوانیشویلي ترمنځ د قدرت پرسر د لانجې په دوام د هېواد پارلمان د ولسمشر د صلاحیتونو د محدودولو په پلوي رایه ورکړه.

د ګرجستان د رهبرانو ترمنځ د قدرت پرسر لانجه وروسته له هغه راغله، چې د ساکاشویلي د متحد ملي نهضت ګوند په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې د ایوانیشویلي د ګوند په وړاندې ماتې وخوړه.

د رايي ورکولو د درېیو پړاوونو په لومړي پړاو کې پارلمان پرون په قاطع اکثریت سره پرېکړه وکړه، چې ولسمشر د حکومت او پارلمان د ړنګولو صلاحیت نه لري.

ولسمشر ساکاشویلي په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې په هېواد کې د ډیموکراتیک ډیالوګ او تفاهم لپاره دا رایه ضروري وه.