سوریه: د دمشق په یوه جومات کې یوې چاودنې دوه څلوېښت کسان ووژل

د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د پلازمېنې دمشق په یوه جومات کې پرون یوې چاودنې دوه څلوېښت 42 کسان ووژل.

ویل شوي، چې په وژل شویو کې د اسد د رژیم پلوي یو مخکښ سني دیني عالم او د هغه لسمی هم شامل دي. د مزرعه ولسوالۍ په ایمان نومي جومات کې په دې چاودنه کې څلوراتیا نور کسان ټپیان کړي هم دي.

د سوریې دولتي ټلویزیون ویلي، چې دا یوه ځان وژونکې تروریستي حمله وه.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په بریتانیا کې دی ویلي، تراوسه نه ده معلومه چې دا یوه موټربم چاودنه وه او که د هاوان د مرمۍ چاودنه.

سپین ږیری دیني عالم محمدالبوتي د ولسمشر بشاراسد له سرسختو پلویانو څخه و.

په سوریه کې د تشدد د دې پېښو راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې ملګروملتونو په دې اونۍ کې اعلان وکړ چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د احتمال په اړه څېړنې کوي.

ملګرو ملتونه وايي، چې په سوریه کې د تېرو دوو کلونو په کړکېچ کې له اویا زرو زیات کسان وژل شوي دي.