د ترکیې صدراعظم د عبدالله اوجالان له خوا د اوربند اعلان یو مثبت بدلون بللی

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوان د کردستان د کارګرانو ګوند د زنداني مشر عبدالله اوجالان له خوا د اوربند اعلان یو مثبت بدلون بللی او هرکلی یې کړی.

ښاغلي اردوان دا څرګندونې د اوجالان له اعلانه څو ساعته وروسته هالنډ ته د سفر پرمهال په هاګ ښار کې وکړې:

(فکر کوم چې دا خورا زیات مثبت وړاندیز او ډېره مثبه غوښتنه ده خو ترهغه مهمه دا ده چې تر کومه حده پورې به عملي شي.)

اردوان زیاته کړه، چې که د اوجالان غوښتنه عملي شي نو ترکیه به هم د کرد یاغیانو پرضد پوځي عملیات بند کړي.

د کردستان د کارګرانو د ګوند PKK زنداني مشر عبدالله اوجالان په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، له کرد جنګیالیو وغوښتل چې له دښمنۍ لاس واخلي او له ترکیې ووځي.

د اوجالان بیان د ترکیې د پارلمان د یوه غړي له خوا چې د کردانو پلوي دی پرون سهار د ترکیې په جنوب ختیځ دیاربکر ولایت کې په یوه ستره غونډه کې ولوستل شو.

عبدالله اوجالان چې له څوارلسو کلونو راهیسې د مرمرې په بحیره کې په یوه ټاپو کې بندي د ترکیې د استخباراتو له مامورینو سره له څو میاشتې خبرواترو وروسته دا اوربند اعلان کړ.

په تېرو نه ویشتو کلونو کې د ترکیې له دولتي ځواکونو سره د کرد یاغیانو په جګړو کې شاوخوا څلوېښت زره کسان وژل شوي دي.