ولسمشر اوباما: په منځني ختیځ کې سوله ځکه مهمه ده، چې امنیت ته د رسېدو حقیقي لاره ده

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون له اسراییلو وغوښتل څو دا خبر ومني، چې د دوي په هېواد کې د سولې او دوامدار امنیت د ټینګښت لپاره د روغې جوړې منل ضروري دي.

ښاغلي اوباما، چې تېره ورځ په بیت المقدس کې ځوانو اسراییلیانو ته وینا کوله وویل، په منځني ختیځ کې سوله ځکه مهمه ده، چې امنیت ته د رسېدو حقیقي لاره ده.

اوباما وویل، د اسراییلو لپاره یوازینۍ لاره داده چې زغم ولري او د یو ډیموکرات یهودي دولت په توګه د فلسطینیانو خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.

ده زیاته کړه، چې د خپلې ارادې او عدالت غوښتنې لپاره د فلسطینیانو حق ته باید درناوی وشي.

ولسمشرشیمون پېرېز پرون ماښام د رسمي مېلمستیا پرمهال د امتیاز په نوم د اسراییلو د ویاړ ترټولو عالي مډال اوباما ته ورکړ.

دا لومړی ځل دی، چې اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه اسراییلو ته سفر کوي.