په کابل کې د نوروز جشن
Your browser doesn’t support HTML5
د نوي کال په لومړۍ ورځې په کابل کې په ځینو مشخصو ځایونو کې خلک راټول شوي و او دغه ورځ یې په خوښیو سره ولمانځله.
په کابل ښار کې د مرنجان غونډۍ، شهدای صالحین، بابر باغ، ښځینه باغ، قرغه، پغمان او ځینې نور ځایونه دي چې خلک تل د نوروز د ورځې میلې پکې کوي.
خلک که څه هم په دې ورځ د امنیت له پلوه ډاډمن و خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې په افغانستان کې د تلپاتې امن د راتلو هیله وکړه.
کابل ښاریان چې میله ځایونو او تفریح ځایونو ته په تګ د نوي کال د لمانځلو په خوښۍ بوخت دي.