د ازادۍ راډيو د ١٣٩١ل کال شخصيت

د ازادۍ راډيو د کال غوره شخصيت، هغه څوک چې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو د ودې، سولې او د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره يې فعاليت کړى وي.

ازادۍ راډيو له پنځو کلونو راهيسې د کال شخصيت ټاکي چې د ١٣٩١ل کال لپاره ډاکټر ناصر سرمست ټاکل شوى دى.

دا هغه شخصيت دى، چې د هېوادپالنې احساس اړ ايست چې په اسټراليا کې خپل ارام ژوند پرېږدي او افغانستان ته لاړ شي. دى غواړي په ماشومانو کې د سولې، يووالي، هېوادپالنې او مينې حس وروزي.


دلته يې په اړه بشپړ معلومات اورېدلاى شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ راډيو د کال غوره شخصيت (راپور)