د روسیې د شمالي قفقاز په داغستان کې یو شمېر مشکوک وسله وال وژل شوي

د روسیې د شمالي قفقاز په داغستان جمهوريت کې یو شمېر مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

په سیمه کې د کورنیو چارو د وزارت چارواکو وویل، چې یو امنیتي مسوول وژل شوی او دوه نور د چهارشنبې په ورځ ناوخته هغه وخت ټپیان شول، چې دوي عملیات کول.

د چارواکو په وینا دغو عملیاتو څو ساعته د داغستان د مرکز مخاچکلا بهر دوام وکړ. تر اوسه لا یو امنیتي مسوول تری تم شوی دی.

چارواکو زیاته کړه، چې پولیسو او پوځیانو پر یوه کور چې دننه یې مشکوکو وسله والو له تسلیمیدو ډډه کوله، برید وکړ.

د دې برید د مړیو دقیق شمېرلا نه دی څرګند شوی.

داغستان د روسیې په شمالي قفقاز کې یوه ناارامه سیمه ده چې له څو کلونو راهیسې یې امنیت ښه نه دی. په دې سیمه کې مسلمان یاغیان چې د بیلابیلو افراطي ډلو کسان دي پر منځلاریو مسلمانانو، پولیسو او چارواکو بریدونه کوي.