یوټیوب اعلان وکړ، چې دغه انټرنټ پاڼه اوس هره میاشت تر یو میلیارډ ډير کسان ویني

یوټیوب اعلان وکړ، چې دغه انټرنټ پاڼه اوس هره میاشت تر یو میلیارډ ډير کسان ویني. یو ټیوب دغه اعلان پرون وکړ، ګوګل دغه پاڼه په دوه زره شپږم کال کې په یو اعشاریه شپږ اویا میلیارډه ډالر واخیسته چې هغه مهال یې له اټکل سره سم پنځوس میلیونه لیدونکي لرل.

یوټیوب پنځه میاشتې وروسته تر دې دا خبر ورکړ، چې لیدونکي یې تر یو میلیارډ کسانو ډیر شوې دي، چې فیس بوک ویلي و، چې کارونکي یې میلیارډ ته رسیدلي دي.