پیښور ته څیرمه د بې ځایه شویو کسانو په یوه کمپ کې بمي چاودنې لږ تر لږه دولس تنه ووژل

په پاکستان کې پولیس وایي، چې پیښور ته څیرمه د بې ځایه شویو کسانو په یوه کمپ کې بمي چاودنې لږ تر لږه دولس تنه ووژل.

په پبي کې د پولیس مشر د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، دا چاودنه د جلوزو په کمپ کې هغه مهال وشوه، چې پر کډوالو مرسته ویشل کیده.

د پولیسو مشر بهروز خان زیاته کړه، چې دا بم د غیر دولتي روغتیایي کارکوونکو پر یوه موټر نصب شوی و او په پیښه کې دوه ماشومان هم وژل شوې دي.

د جلوزو په کمپ کې یو وخت افغان مهاجر اوسیدل، خو اوس هلته د قبایلي سیمو بې ځایه شوي خلک ژوند کوي.

په پاکستان کې د ډیرو چاودنو مسوولیت طالبان په غاړه اخلي، خو د جلوزو د کمپ د نننۍ چاودنې په اړه د پاکستاني طالبانو ویاند احسان اله وویل، چې دوي دا کار نه دی کړی.