د تخار د اشکمش ولسوال نن د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ووژل شو

په تخار کې نن سهار د سړک د غاړې د ماین په یوې چاودنه کې ددې ولایت د اشکمش د ولسوال په ګډون درې کسان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

د اشکمش ولسوالۍ د امنیې قومندان عبدالبصیر بیګ ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې ولسوال عبدالمنان حکیمي له خپل یوه ساتونکي او موټر چلوونکي سره ووژل شو او دوه ملکي کسان ټپیان شول.

په پیښه کې د ولسوال موټر په ماین ختلی دی. د چاودنې مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی.