اوباما: موږ پر دې موافق یو، چې د اتمي وسلې لرونکي ایران به سیمې ته یو ګواښ وي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې، چې د اتمي وسلې د جوړولو څخه د ایران د محنیوي لپاره به هرڅه چې پکار وي ترسره کړي.

اوباما دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د اسراییلو له صدراعظم بینیامین نتانیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ولسمشر بارک اوباما وویل، سره له دې چې ډیپلوماسي د عمل لپاره غوره لاره ده، خو نور ټول انتخابونه هم په مخ کې دي:

"موږ پر دې موافق یو، چې د اتمي وسلې لرونکي ایران به سیمې ته یو ګواښ وي، نړۍ ته به یو ګواښ وي او ممکن د اسراییلو شتون ته ګواښ و اوسي او موږ پر خپل هدف هم موافق یوو. کله چې خبرې د اتمي وسلې لرونکي ایران په اړه راځي نو بیا موږ د غلي پاتې کېدو پالیسي نه لرو، زموږ پالیسې دا ده چې د اتمي وسلې له ترلاسه کولو څخه به د ایران مخنیوی کوو.

موږ غوره ګڼو، چې دا( مساله ) په ډیپلوماټیکه توګه هواره کړو او د دې لپاره لا هم وخت شته. د ایران مشران باید پوه شي. دوي باید نړېوالې تعهدات پوره کړي او په عین حال کې نړېواله ټولنه به د ایران پر حکومت د فشار زیاتولو ته دوام ورکړي."


د اسرايیلو صدراعظم بینیامین نتنیاهو وویل، دا په دې باوري شوی چې ولسمشر بارک اوباما د اتمي وسلې له جوړولو څخه د ایران راګرځولو ته ژمن دی.

نتنیاهو زیاته کړه، دا او ولسمشر بارک اوباما پر دې موافق دي چې که ایران په همدې ډول هڅو ته دوام ورکړي نو شا اوخوا یوکال وخت به ونیسي چې دا هیواد اتومې وسله جوړه کړي.


دا اسراییلو ته د امریکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما لومړنی سفر دی.