اوباما: ایا د سوریې په بریدونو کې له کېمیاوي وسلې کار اخیستل شوې کنه؟

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي، هېواد یې دا څیړي، چې ایا د سوریې په بریدونو کې له کېمیاوي وسلې کار اخیستل شوې کنه.

خو نوموړې ویلي دي دا د سوریې د حکومت د هغو ادعاو په اړه ژور شک لري چې وايي د بشارالاسد د حکومت مخالفو وسلوالو د سې شنبې د ورځې په برید کې له کېماوي وسلو کار اخیستی دی.

ولسمشر بارک اوباما، چې د چارشنبې په ورځ یې په بیت المقدس کې د اسراییلو له صدراعظم بینیامین نتنیاهو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، که چېرې حکومتي ځواکونو دا ډول وسلې کارولي وي نو د بشار لاسد ریژیم بې یې حساب پرې کوي.

د سوریې په شمال کې د سې شنبې د ورځې په بریدونو کې د د بشارالاسد حکومت او محالفین یو بل د کېماوي وسلو په کارولو تورنوي.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر ویلي، حکومت د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون څخه غوښتي دي چې ددې مسلې د څیړنې لپاره دې یو خپلواک کمیسیون وټاکي.

د سوریې د ملي ایتلاف په نوم د حکومت مخالف لوري هم په دې اړه د نړیوالو څیړنو غوښتنه کړې ده.