افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان په خپلو کې د اورګاډي د پټلۍ پرغزولو هوکړه وکړه

افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان په خپلو کې د اورګاډي د پټلۍ پر غزولو هوکړه وکړه.

په دې اړه تفاهم لیک پرون افغان ولسمشر حامد کرزي له تاجک ولسمشر امام علي رحمان او ترکمن ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې لاس لیک کړ.

د ولسمشر کرزي د ویندوې مرستیالې عادله راز له ازادي راډیو سره خبرو کې د دې تفاهم لیک په اړه وویل، چې د اوسپنې دغه پټلۍ به د ترکمنستان د اتا مراد له سیمي څخه پیل شي او د افغانستان پولي ته نږدې د امام نظر سیمې ته به را ورسیږي، بیا به د افغانستان د اقینې او اندخوي د سیمې په تګ لوري کې دوام ومومي او وروسته به د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان سره ونښلي.

د ولسمشر کرزي د ویندوې دفتر په یوې خبر پاڼې کې ویلي، چې د دې تفاهم لیک تر لاسلیکولو وروسته درې واړو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه خبري غونډه کې دا پروژه د سیمې د هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه بللې ده.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزی به نن ( پنجشنبې )په عشق اباد کې د نوروز په نړېوال جشن کې د سیمې او نړۍ له یو شمېر نورو مشرانو سره یوځای ګډون وکړي.