د روان میلادي کال د(مې) د میاشتې په ۱۱مه به په پاکستان کې پارلماني انتخابات ترسره شي

ټاکل شوې، چې د روان میلادي کال د (مې) د میاشتې په یولسمه نیټه په پاکستان کې پارلماني انتخابات ترسره شي.

د پاکستان د جمهور ریس ویاند فرحت الله بابر نن وویل، چې د ټاکنو وروستۍ نیټه ولسمشر هم تایید کړې ده .

یوې پارلماني کمیټې ته مسولیت ورکړ شوی، څو صدراعظم او سرپرست وزیران وټاکي تر څو د انتخاباتو تر نیټې ، د دې هیواد د چارواکو مسولیت واخلي.

د پاکستان په تیر شپږ شپيته کلن تاریخ کې دا اول وار دی، چې یو ملکی حکومت د انتخاباتو په پایله کې بل ملکي حکومت ته واک سپاري.