د قبرس د بانکونو په اړه د جرمني د مالیې وزیر خبرداری

په داسې حال کې، چې د قبرس د مالیې وزیر د مالي مرستې د ترلاسه کولو لپاره روسیې ته تللي، د جرمني د مالیې وزیر خبرداری ورکړی دی، چې په قبرس کې بانکونه ښايي هیڅ کله پرانیستل نه شي.

د قبرس پارلمان پرون د نړیوالو قرضه ورکونکو له خوا د لس میلیارد ایرو په ارزښت د مالي نجات پلان رد کړ .

په قبرس کې د (یو وار مالیه) په نوم د مالي مرستې پر پلان د دې هیواد دننه او په بهر کې شدید انتقادونه وشول.

د پارلمان له خوا د دې پلان تر ردیدلو وروسته د جرمني د مالیې وزیر ولفګانګ شاوبیل وویل ، چې د اروپا مرکزي بانک د قبرس د دوو سترو بانکونکو سره په بیړني ډول نقدي مرستې کړې دي. ښاغلي شاوبیل وویل، یو څوک باید دا خبره قبرسیانو ته توضیح کړي.

په عین حال کې د هالند د ماليې وزیر یرون داشبلون ویلي : دا د مایوسۍ خبر ده خو په عین وخت کې ، واضح ده ، چې قبرس ته د ایرو زون او ایرو ګروپ وړاندیز لا هم پر ځاي دي. شرایط، د بستي اندازه او د پورونو د پرې کولو اړتیا هم واضح ده. اوس توپ د قبرس په میدان کی دی.

د قبرس د مالیې وزیر ویلي، چې هیواد یې له روسیې څخه مالي مرسته غواړي.

ده نن د روسیې د مالیې د وزیر او د روسیې د مرکزي بانک له مشر سره وکتل.