په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نۍ وایې، په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۷۱ پيښې ثبت شوي دي.
د یادې ادارې ریس صدیق الله توحیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې، په دې کال کې یو خبریال وژل شوی، اته تنه ټپیان شوي، څلور کسه نیول شوي، په ۲۶ پيښو کې خبریالان وهل شوي او پينځه د ګواښ پيښې ثبت شوي دي.
نوموړي پر خبریالانو ږغ وکړ، چې په دې برخه کې اساسي تدابیر ونیسي.
ښاغلي توحیدی زیاته کړه، چې د تاوتریخوالي په دې ۷۱ پیښو کې ۴۶ یې د دولتي چارواکو او پاته نور یې د طالبانو او نورو ډلو لخوا تر سره شوي دي.