د عفوې نړېوال سازمان (Amnesty International) وايي، چې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا پر وسلو د تحریم اعلان، ډیر بریالی نه وو ځکه په نړۍ کې د وسلو تجارت، چې په کال کې ۷۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي، د کوم نړېوال تړون له مخې نه تنظیمیږي.
په دې سازمان کې پر وسلو د څارنې د څانګې مسول براین ووډ پرون پدې اړه په نړیوال کنفرانس کې، د سوریې او مالي کې روان بحران ته اشاره وکړه او یو وار بیا یې پر وسلو د څارنې د یوه تړون د رامنځ ته کیدو غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو په ډیسیمبر کې رایي ګیري وکړه او پریکړه یې وکړه، چې په روانه اونۍ کې به د متعارفو وسلو د څارنې د داسې یوه تړون د رامنځ ته کیدو لپاره مذاکرې پيل شي.
په دې کې له ټانکونو نیولې تر هیليکوپټرو او لاسي ټوپکونو پورې ټولې وسلې شاملیږي.
د تیرمیلادي کال د جولای په میاشت کې هم پدې اړه د یو نړیوال کنفرانس د ترسره کیدو وړاندیز شوی وو خو چین، روسیې او امریکا زیات غوښتنه وکړه او دا کنفرانس وځنډيد.