د ولسمشرۍ ماڼۍ د ناټو د عمومي سرمنشي وروستۍ خبرې ردوي

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ناټو د عمومي سرمنشي وروستۍ خبرې چې ویلي یې دي، د ولسمشر کرزي خبرې د خندا وړ دي ردوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیاله عادله راز وايي، د ولسمشر حامد کرزي خبرې د افغان ولس د زړه درد دی او په افغانستان کې د ناټو جګړه بې هدفه او غیر عاقلانه ده.

دا وايي، ناټو باید له ترهګرۍ سره د مبارزې جګړه د افغانستان تر پولو د باندې د ترهګرو په اصلي ځالو کې وکړي.

په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال معصوم میوند له عادلې راز سره مرکه کړې او په پيل کي یې د ناټو د عمومي سرمنشي د خبرو په اړه نظر ځیني غوښتی:

Your browser doesn’t support HTML5

له عادلې راز سره مرکه