د قبرس د پارلمان هغه لایحه رد کړه، چې له مخې یې د بانکونو پر پورونو مالیه وضعه کیده

د قبرص د پارلمان غړیو په غوڅ اکثریت هغه لایحه رد کړه، چې له مخې یې د بانکونو پر پورونو مالیه وضعه کیده.

دا وړاندیز شپږ دیرش کسانو رد کړ او چا د هغه په تایید رایه ورنه کړه. البته نولس رایي ممتنع وې.

دا لایحه پرون سهار وړاندې شوې وه څو د وړو ذخیرو خاوندان مالیه ورکړي.

رپوټونه وايي، په زرګونو اعتراض کوونکو د پارلمان بهر چې کله دا خبر واوریده، خوشالۍ وکړې.

د قبرص حکومت له نړیوالو د دیارلس بیلیونه ډالر پور اخیستو لپاره دې ته اړتیا لري چې اووه نیم میلیارډه ډالر زیرمه کړي.

دغه ټاپو د دې لپاره چې دیوالیه نه شي او خپل بانکونه وژغوري د نړیوالو پور ته اړتیا لري، نو اوس به د اووه نیم میلیارډه ډالرو زیرمې لپاره نورې لارې چارې لټوي.