د حامد کرزي ویاند وویل، په افغانستان کې د ناټو جګړه عاقلانه نه ده

د ولسمشر حامد کرزي ویاند وویل، په افغانستان کې د ناټو جګړه عاقلانه نه ده او بې هدفه ده.

ایمل فیضي په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، وویل، د افغانستان خلک له ناټو دا پوښتنه کوي چې د ترورزم پرضد د خپلې جګړې هدف روښانه کړي او دا څرګنده کړي چې ولې له یوې لسیزې وروسته هم دا جګړه نه ده بریالۍ شوې.

د ولسمشر کرزي مرسیتالې ویاندې عادلې راز د ښاغلي فیضي د خبرو په تایید ازادي راډيو ته وویل چې روانه جګړه ځکه بې هدفه ده چې د ترورزم ځالې له افغانستانه بهر دي.

په وروستیو کې ولسمشر حامد کرزي امریکا تورنه کړه، چې په پټه له طالبانو سره لاس لري او افغانستان یې بې ثباته کړی دی، څو په دې توګه تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د بهرنیو ځواکونو پاتیدو ته لاره هواره شي.

د ولسمشر کرزي دا څرګندونې د ناټو سر منشي او امریکا رد کړې دي.