ملاله یوسفزۍ چې په سوات کې ویشتل شوې وه، تر رغېدو وروسته ښوونځي ته لاړه

ملالۍ یوسفزۍ وروسته تر دې چې طالبانو په سوات کې پر سر وویشته د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته لاړه.

پنځلس کلنه ملالۍ یوسفزۍ پرون په برمینګم کې د ایجبسټن ښوونځي ته ورغله. دا اوس هلته ژوند کوي.

ملالۍ په یوه بیان کې وویل، دا د خوښۍ احساس کوي چې بیا ښوونځي ته تللې او دا د دې غوښتنه وه چې ټولې نجونې په ګرده نړۍ کې ښوونځيو ته لاړې شي.

پر ملالۍ یوسفزۍ تیرکال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان په سوات کې طالبانو ډزې وکړې او بیا د درملنې لپاره بریتانیا ته واستول شوه.

په بریتانیا کې د دې د سر څو ځله عملیات وشو او تیره میاشت له روغتونه رخصت شوه.