سعودي عربستان اتلس مشکوک جاسوسان نیولې دي

د سعودي عربستان چارواکي وایي، چې اتلس مشکوک جاسوسان یې نیولې دي. د سعودي د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې په دغو مشکوکو جاسوسانو کې یو ایرانی، یو لبنانی او شپاړس سعودیان دي.

د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې دغو کسانو یوه بهرني هیواد ته کار کاوه خو د هیواد نوم یې وانخیست.

په بیان کې ویل شوې دي، چې دا کسان څلور ورځې مخکې د سعودي عربستان په څلورو سیمو کې د مرکز ریاض او مکې مکرمې په ګډون د هغو عملیاتو پر مهال ونیول شول چې په یوه وخت ترسره شول.

د عربستان او ایران اړیکي هسې هم له دوه زره یولسم کال راهیسې چې دغهَ هیواد بحرین ته ځواکونه واستول، څو هلته د شعیه و په مشرۍ د پاڅون مخه ونیسي، خړپړ شوې دي.