ډنمارک به په اګست کې به له افغانستانه تر نیم ډیر پوځیان وباسي

د دنمارک صدراعظمه وایي، په اګست کې به له افغانستانه تر نیم ډیر پوځیان وباسي.

له پلان سره سم پکار و، چې دنمارکي پوځیان یو کال وروسته تر دې له افغانستانه ووځي.

د دنمارک صدراعظمې هیلي شمیت پرون په کوپنهاګن کې خبرې غونډې ته وویل، دغه ځواکونه به چې په هلمند کې دیره دي په اګست کې ووځي او پخوانی پلان به پلی نه شي، چې د دوی ځای به نور سرتیرې ونیسي.

میرمن شمیت زیاته کړه، چې درې سوه پوځیان به یې په افغانستان کې پاتې شي.

له دوه زره دوهم کال راپه دې خوا، چې ډنمارک افغانستان ته پوځیان استولي دي، درې څلویښت تنه یې تر اوسه وژل شوې دي.