په تخار ولایت کې په یوه څلور کلن هلک باندې جنسي تېری شوی دی

د تخار چارواکي وايي چې، په خواجه غار ولسوالۍ کې پر یوه ۴ کلن هلک جنسي تیری شوی.

د دې ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند خلیل الله اسیر نن ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ تورن کس نیول شوی او په اړه يې پلټنې روانې دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا د دغه هلک حالت نازک دی او دامهال په روغتون کې بستر دی.

چارواکي وايي چې، دا په تخار ولایت کې په یوې میاشتې کې د جنسي تیري دریمه پيښه ده.