"غسان هیتو" د سوریې حکومت د اپوزسیون ډلې مشر وټاکل شو

د سوریې د اپوزسیون ډلې د موقت حکومت د مشر پرسر موافقې ته رسېدلي.

نن سهار وختي په اسټانبول کې د سوریې د ملي ایتلاف په غونډه کې "غسان هیتو" Ghassan Hitto د دې مقام لپاره غوره شو.

تمه ده چې هیتو به په راتلونکو څو ورځو کې د کابینې غړي غوره کړي.

ایتلاف هیله ښودلې چې موقت حکومت به د هغو سیمو چارې اداره کړي چې د ولسمشر بشاراسد له ولکې اېستل شوې دي.

څارونکي وايي، تراوسه معلومه نه ده چې، د اسد د رژیم ضد وسله والې ډلې به دا موقت حکومت ومني کنه.

هیتو په ۱۹۶۳ کال کې په دمشق کې زېږېدلی او له تېرو څو لسیزو راهیسې په متحدوایالاتو کې استوګن و.