ټاکل شوې چې پاپ فرانسس نن په واتیکان کې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې لوړه وکړي.
تمه ده چې د نړۍ د ۱،۲ میلیارده رومن کاتولیکانو د مذهبي مشر په توګه د پاپ فرانسس د رسمي لوړې په مناسبت په سنت پېټرز چوک کې په جوړېدونکو مراسمو کې به لسګونه زره کسان ګډون وکړي.
په پام کې ده چې د پاپ فرانسس د اصلي ټاټوبي ارجنټاین ولسمشره "کریسټینا کیرچنر" Cristina Kirchner، د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل او د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي.
څارونکي وايي، پاپ فرانسس د خپل متواضع شخصیت په خاطر له همدا اوسه په کاتولیکانو کې زیات محبوبیت ترلاسه کړی.