د هرات ولایت د زندان لس تنه منسوبین د یوه وسله وال د خوشې کولو په تور نیول شوي دي

د هرات چارواکي وايي، د دې ولایت د زندان لس تنه منسوبین يې د دولت د وسله والو مخالفانو د یوه زنداني قومندان د تیښتې په قضیه کې د لاس لرولو په تور نیولي دي.

د هرات د ښاري څارنوالۍ د استئناف څارنوال "ګلاب احمد رامش" تیره ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د دې ولایت له زندان څخه د "قاري غلام رسول" په نامه د طالبانو د یوه قومندان د تیښتې د څرنګوالي په اړه له نیول شوو کسانو تحقیقات پیل کړي دي.

د طالبانو دغه قومندان چې ویل کیږي؛ په غوریان ولسوالۍ کې يې فعالیت درلود؛ یوه اونۍ وړاندې په مرموز ډول د هرات له زندان څخه تښتیدلی دی.

د هرات چارواکي وايي، د دې قضيې د څیړلو لپاره به ډیر ژر له کابل څخه یو لوړ رتبه پلاوۍ هرات ته ورسیږي.

په عین حال کې د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف ویلي چې؛ له زندان څخه تښتېدلی قومندان بېرته د دوی له وسله والو سره یو ځای شوی دی.

د هرات د زندان مشر او نورو مقاماتو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.