د اسراییل پارلمان پرون د صدراعظم بنیامین نتنیاهو نوي ایتلافي حکومت ته د باور رایه ورکړه.
د سیاسي ګوندونو تر منځ له دوو میاشتو خبرو او سلا مشورو وروسته د اسراییل نوي حکومت د دوشنبې په ورځ لوړه هم ترسره کړه.
له پارلمان څخه د نوي حکومت د باور رايې له ترلاسه کولو وړاندې صدراعظم نتنیاهو وویل؛ له اسراییل او د دې هیواد د اتباعو له امنیت څخه دفاع کول به د نوموړي د نوي حکومت لومړیتوب وي.
د نتنیاهو په وینا اسراییل دا مهال د ایران او سوريې له سترو ګواښونو سره مخامخ دی.
له فلسطینیانو سره د سولې د خبرو په اړه نتنیاهو وویل؛ نوې حکومت به له هغو فلسطنیانو سره د سولې خبرې وکړي چې؛ د خبرو لپاره ښه نیت لري.
د بینیامین نتنیاهو په نوي ایتلافي حکومت کې هغه سیاسي ګوندونه هم شامل دي چې؛ د فلسطینیانو پر خاوره د یهودانو لپاره د میشت ځایونو له جوړولو ملاتړ کوي.