ابراهیمي: په سوریه کې د روانې لانجې د حل لپاره په هڅو کې چندان پرمختګ نه دی شوی

د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړی استازی اخضر ابراهیمي وايي، په سوریه کې د روانې لانجې د حل لپاره په هڅو کې چندان پرمختګ نه دی شوی.

ابراهیمي نن په قاهره کې د عربي ټولنې د مشر نبیل العربي سره وکتل او وروسته یې په یوه خبري کنفرانس کې ژرونالیستانو ته وویل:

(متاسفانه باید ووایم ، چې ډیر پرمختګ ندی شوی. موږ اوس دیته ګورو ، چې نړیواله ټولنه ، په ځانګړي ډول روسیه او امریکاییان د سوریې د وضعیت جديتوب ته متوجه کیږي.

د فرانسویانو او روسانو ترمنځ بحثونه او په اروپايي ټولنه کې خبرې دا څرګندوي ، چې دې ټکې ته پام زیاتیږي ، چې وضعیت ډير بحراني دی خو تر اوسه کوم ځانګړی کانکريټي اقدام ندی شوی. )

د عربي ټولنې مشر نبیل العربي نن وویل، اصلي ستونزه دا ده ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا زړه نا زړه ده او پر یوه نظر توافق نه شي کولای .