د چېن نوي جمهور ریس د روانې اونۍ په ترڅ کې په رسمي سفر روسیې ته ځي

د چېن نوي جمهور ریس شي جین پینګ د روانې اونۍ په ترڅ کې په رسمي سفر روسیې ته ځي.

د کرملین مطبوعاتي سرچېنو نن وویل، چې د چېن او روسیې ولسمشران به پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې، چې په هغه کې تجارتي همکارۍ، اقتصاد، انرژي او پانګونه شامل دی.

دواړه ولسمشران به همدا راز پر یو لړ نړېوالو مسایلو لکه د منځني ختیځ حالات، د افریقا د شمال، افغانستان، د کوریا د ټاپو وزمې او شمال ختیځي اسیا د هېوادونو پر وضعیت خبرې وکړي.

دوي به د مسکو او پیکنګ ترمنځ د ګډ شراکت د لا پراختیا موافقه لیک هم لاسلیک کړي.

روسیې ته د ولسمشر شي جین پینګ دا سفر به د روانې میلادي میاشتې له ۲۲ تر ۲۴ پورې دوام وکړي.