"د ټاکنو د قانون نوې طرحه باید تر وږي میاشتې مخکې تصویب شي"

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له ولسي جرګې غواړي چې؛ د انتخاباتو د قانون نوې طرحه ژر تر ژره تصویب کړي.

د انتخاباتو د قانون نوې طرحه له مخکې نه ولسي جرګې ته استول شوې.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل چې؛ دغه قانون باید له راتلونکې سنبلې میاشتې مخکې تصویب شي؛ تر څو له مخې یې د کاندیدانو نوم لیکنه او نور مسایل پر مخ یوړل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور زموږ له همکار احمد زبیر ژمن سره په مرکې کې په دې اړه وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

له نور محمد نور سره مرکه