وروستی رپوټونه وايي، چې په پيښور کې نن د محکمې پر ودانۍ په وسله واله حمله کې درې تنه وژل شوي او پينځه ویشت تنه زخمیان دي.
د ښار د پولیسو مشر امتیاز احمد نن په پيښور خبریالانو ته وویل، چې حمله کونکې ووژل شول او حمله پای ته رسیدلې ده.
امتیاز احمد وايي: دوو تروریستانو اول په هغو درېیو پولیسو ډزې وکړې، چې د محکمې په دروازه کې ولاړ وو او بیا ودانۍ ته ننوتل.
د ودانۍ اصلي برخې ته ورسیدل. دواړه وژل شوي دي. یوه خپل چاودیدونکې واسکټ والوزاوه او دوهم یې د پولیسو له خوا وویشتل شو. هیڅ څوک ندي یرغمل شوي، هیڅ تروریست په ودانۍ کې ندی پاتې شوی.
ویل کېږي، چې زیات کسان د محکمې په هغه خونه کې زخمیان شوي، چې یوه ښځینه قاضي په کار بوخته وه او د قاضي روغتیايي حالت ډیر نازک بلل شوی دی.
دا په خیبرپښتونخوا کې د محکمې تر ټولو ستره ودانۍ ده، چې سل ګونه قاضیان، وکېلان او نور مامورین کار کوي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې پارلماني انتخابات را روان دي او د حملې هدف په سیمه کې د سولې د فضا ګډوډول وو.