د فراه په بالابلوک کې په یوې ترافیکې پیښه کې درې ته مړه شوي

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې نن سهار په یوې ترافیکي پیښه کې درې تنه مړه او دیارلس نور ټپيان شول.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندی وایي، چې ټکر یوه مسافر وړونکي بس او لارۍ موټر کړی دی.

چارواکي د پيښې علت د موټر چلوونکي بې پروايي ښيي.