په قبرس کې نن پارلمان رايه اچونه کوي

په قبرس کې نن پارلمان رايه اچونه کوي، څو هغه کسان چې په بانکونو کې يې پيسې ذخيره کړي، ايا د خپلو پيسو يوه برخه د نړيوالو پورونو د پرې کولو لپاره قبس ته تسليم کړي که نه؟

قبرس له مالي بحران څخه د ژغورنې لپاره پورونو ته اړتيا لري.

په يوروزون کې د وروستيو کلونو د بحران په بهير کې، داسې ګڼل کېدل چې چارواکي نه شي کولاى د خلکو بانکي امانتونو ته لاسرسى ولري.

خو د قبرس چارواکو او نړيوالو پور ورکوونکو د شنبې په ورځ له هغو کسانو چې په بانکونو کې مالي امانتونه لري، وغوښتل چې د خپلو پيسو لس فيصده دې وروسپاري چې قبرس د لسو ملياردو ډالرو په ارزښت پېشنهادي پور ترلاسه کړي.

دې اقدام په قبرس کې ځينې کسان په غوسه کړي، ځينو يې ويلي چې دا يوه قانوني غلا ده.

د قبرس ولسمشر نيکوس اناستا سياديس Nicos Anastasiades پرون وويل چې دا اقدام يو انتخاب دى چې کولاى شي قبرس له مالي بحران او يورو زون څخه له وتلو وژغوري:

”دا حل لار داسې څه نه دى چې موږ غوښتى وي. په اوسنيو شرايطو کې دا مسئله د لږې لانجې سبب کېږي. ځکه دغه اقدام د عمل ابتکار موږ ته په لاس راکوي“

راپورونه وايي لا څرګنده نه ده چې د ٥٦ غړو لرونکى پارلمان چې په ژوره توګه سره وېشل شوى، دې پېشنهاد ته څنګه رايه ورکوي.