یو یونانی فوټبالر د خپل هېواد په ملي ټیم کې له لوبې کولو بند شو

یو یونانی فوټبالر د یوې لوبې په جریان کې د نازي جرمنانو په دود له سلام کولو وروسته د ټول ژوند لپاره د خپل هېواد په ملي ټیم کې له لوبې کولو بند شو.

د شوې ادعا له مخې د اې اي کې آتن AEK Athens ټیم د میدان د مینځ لوبغاړي ګیورګوس کاتیدیس Giorgos Katidis د شنبې په ورځ هغه مهال د نازیانو په دود سلام وکړ چې یو ګول یې وواهه.

د یونان د فوټبال فدراسیون وویل، دا سخت پارونکې عمل د فاشیزم د وحشت ټولو قربانیانو ته سپکاوی و، او د دې لوبې ژور سوله ییز او انساني طبعیت یې زیانمن کړ.

شل کلن کاتیدیس د خپل عمل په خاطر بخښنه وغوښته خو ویې ویل چې دی د دې حرکت له اهمیته بې خبره و. ده زیاته کړه چې د ده هدف د خپل ټیم یوه بل غړي ته اشاره وه اوبس. AEK او د یونان لیګ له خپلې خوا د جلا بندیزونو په اړه غور کوي.