د هنګري په بوداپست کې په اساسي قانون کې د وروستیو بدلونونو پرضد مظاهره وشوه

د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې پرون شاوخوا درې زره کسانو په اساسي قانون کې د وروستیو بدلونونو پرضد مظاهره وکړه.

اعتراض کوونکو د اروپايي ټولنې او د اپوزسیون ګوندونو بیرغونه او هغه شعارونه لېږدول چې د هنګري صدراعظم ویکتوراوربانس Viktor Orban پکې غندل شوی و.

د هنګري پارلمان د کورني مخالفت او نړیوالو اندېښنو سره سره د مارچ په یوولسمه نېټه په اساسي قانون کې بدلونونه تصویب کړل. د نویو بدلونونو له مخې د اساسي قانون د محکمې صلاحیتونه محدود شوي او د قانون ځینې مواد چې قاضیانو په وروستیو څو میاشتو کې باطل اعلان کړل، ترمیم شوي دي.

منتقدان وايي چې د صدراعظم اوربان د ګوند په غوښتنه دا بدلونونه به د لوړو زده کړو، بې کوره وګړو، د انتخاباتو قانون او د کورنۍ په اړوندو اصولو کې د قیوداتو باعث شي، خو اوربان وايي چې د اروپايي ټولنې د قوانینو د نقض په برخه کې د ده پرضد هېڅ راز شواهد نشته.