هند هغه پنځه کسان نیولي، چې له مخې پر یوې سویسۍ مېرمنې په ډله ییز جنسي تېري تورن شوي

د هند پولیسو هغه پنځه کسان نیولي دي، چې د راپورونو له مخې پر یوې سویسۍ مېرمنې په ډله ییز جنسي تېري تورن شوي. یو شپږم مشکوک کس مخکې نیول شوی و.

پولیس وايي چې د دې مېرمنې او د هغې د خاوند لپ ټاپ کمپیوټر، موبایل ټلفون او نغدې پیسې چې دې جنایتکارانو د جمعې په ورځ په مدهیاپرادېش ایالت کې پردوی د حملې پرمهال غلا کړي وو، هم ترلاسه کړي. د هند پولیس وايي چې نه دېرش کلنه سویسۍ ښځه او خاوند یې د بایسکل ځغلولو په حال کې وو چې حمله پرې وشوه.

د پولیسو چارواکي همداراز وايي چې جنایتکارانو د ښځې خاوند له وهلو ټکولو وروسته کلک وتاړه او پر ښځه يې جنسي تېری وکړ. د راپورونو له مخې دا مېرمن له روغتون څخه وتلې او نوې ډېلي ته لېږدول شوې ده.

په هند کې دا د جنسي تېري وروستۍ پېښه ده. په تېره ډسمبر میاشت کې یوه درویشت کلنه محصله وروسته له هغه مړه شوه چې په نوې ډېلي کې ډله ییز جنسي تېری پرې وشو.