په پنجوايي کې د ۱۶ ملکي افغانانو په وژنه تورن امریکايی سرتېری یوې صحي معاینې ته معرفي شوی

د راپورونو له مخې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړلسو ملکي افغانانو په وژنه تورن امریکايی سرتېری یوې صحي معاینې ته معرفي شوی دی.

دا معاینه پرون پیل شوه او ټاکل شوې چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي. رویټرز خبري آژانس د پوځي سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی راپور ورکړی چې له دې معاینې وروسته به معلومه شي چې آیا د امریکا د پوځ بریدګی رابرت بېلز د جنایت د سرته رسولو پرمهال له ذهني پلوه روغ و کنه او آیا له صحي پلوه د محاکمې وړ دی کنه.

نه دېرش کلن رابرت بېلز تورن دی چې تېرکال د مارچ د یوولسمې نېټې په سهار وختي یې د پنجوايي ولسوالۍ په دوو کلیو کې شپاړس ملکي کسان په دوو حملو کې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

څارنوالانو د بېلز لپاره چې په افغانستان او عراق کې د څلورو جګړو ګډونوال دی، د اعدام سزا غواړي او وايي چې نوموړي په عمدي قتلونو لاس پورې کړی. بېلز تراوسه د ځان دفاع نه ده کړې خو تمه ده چې د ده د رواني حالت څرنګوالی به پر ده د حکم په صادرولو کې اساسي ونډه ولري.