البانیا د ایران د مجاهدین خلق ګوند غړو ته د پناه ورکولو وړاندیز کړی

د البانیا حکومت د ایران د اپوزیسون د ډلې هغو ۲۱۰ غړیو ته د سیاسي پنا ورکولو وړاندیز کړی دی چې؛ دا مهال د عراق پایتخت بغداد ته نژدې د امریکايي ځواکونو په یوې پخوانۍ پوځي اډې کې اوسیږي.

که څه هم د ایران د اپوزیسون ویاند ویلي دي؛ د مجاهدین خلق په نوم دا ډله ممکن دا وړاندیز قبول نه کړي.

د ایران د مقاومت د ملي شورا څخه شاهین قوبادي ویلي دي؛ د دې ډلې یو وړې برخې ته د پنا ورکولو وړاندیز ورته د منلو نه دی.

ملګري ملتونه وايي چې، د دې ډلې له درې زرو زیات غړي دا مهال د امریکا په دې پخوانۍ پوځي اډې کې اوسیږي.

د البانیا صدراعظم صالح بریشا د پنا ورکولو دا وړاندیز د امریکا او ملګرو ملتونو له چارواکو سره تر کتنې وروسته د شنبې په ورځ وکړ.

نوموړې وویل، دا وړاندیز یې د بشري دلایلو له کبله دی. د مجاهدین خلق ډلې تر ۲۰۰۱ م کال پورې چې له تاوتریخوالي یې رسما لاس واخیست په ایران کې هدفي وژنې او بمي چاودنې کولې.