د اداري فساد پر وړاندې د څارنې اداره د کابل په اړه د ځانګړې محکمه پرېکړه ناسمه بولي

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه اداره وایي چې؛ د کابل بانک د ځانګړي محکمې فیصله ناسمه ده.

د دې ادارې رییس "دارګوکاس" نن یوې خبري غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې؛ افغان دولت باید د غلا شوو پيسو د حصول لپاره لا نورې هڅې وکړي.

د کابل بانک ځانګړې محکمې دوه اونۍ مخکې د دې بانک رییس او مرستیال هر یو خلیل الله فیروزي او شیر خان فرنود په پینځو کلونو بند او یوه اندازه نغدي جریمومحکوم کړل.