د کابل لپاره د مصر سفير د لوګر ولايت امنيتي وضعيت د ډاډ وړ وباله

په افغانستان کې د مصر سفير ماجد عبدالرحمن نن لوګر ته د يو رسمي سفر په ترڅ کې وويل چې؛ د دې ولايت امنيت لکه څنګه چې اورېدل کيږي تر هغه ډېر ډاډمن دی.

نوموړي وويل چې، دی پرته له کومو پوځي سرتېرو او ځواکونو لوګر ته راغلی.

ده زياته کړه چې، دی به په کابل کې د نورو اسلامي هيوادونو سفيران دې ته وهڅوي چې؛ ولايتونو ته سفر وکړي او په ځانګړي ډول به دا پيغام ورته ورسوي، چې په لوګر کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی او له نږدې دې د لوګر ولايت ته سفرونه وکړي.

نوموړي داهم وويل چې، د کرنې په برخه کې به له لوګر سره ډېره مرسته وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم وويل چې؛ د سولې د پروسې ګړندي کېدو په خاطر افغانستان کولی شي؛ د مصر د علماو څخه کار واخلي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش لوګر ته د مصر سفير ورتګ اغېزمن وباله؛ او ويې ويل چې، په دې ډول سفرونو سره به په نا امنه ولايتونو کې امنيتي ساحه نوره هم پراخه شي.

ده زياته کړه چې، د سفيرانو دا ډول سفرونه ولايتي چارواکي د نړيوالو په ملاتړ ډاډمن کولی شي.

په دې ورستيو کې دا لومړی ځل دی چې؛ په کابل کې مېشت د يو بهرني هيواد سفير لوګر ولايت ته سفر کوي.