په بدخشان ولایت کې د یوې لادرکه شوې مېرمني مړی وموندل شو

د بدخشان سیمه ایزو چارواکو د هغې ځوانې میرمنې مړۍ موندلی چې څو میاشتي مخکې په کشم ولسوالۍ کې لادرکه شوې وه.

په فیض آباد کې د بشر د حقوقو د ساحوي دفتر مسوول وحید الله ارغون آزادي راډيو ته وویل چې؛ دا شل کلنه میرمن د یادې ولسوالۍ د سرایا په نامه کلې کې د کورني تاوتریخوالي له امله ژوندۍ ښخه شوې وه چې؛ پرون په دې سیمه کې د هغې مړی وموندل شو.

د کشم ولسوالۍ جنایې آمر عبدالروف ګل آغا وایي چې؛ دا میرمن د جدي میاشتې راپدېخوا لادرکه شوې وه او ښایې د هغې په وژنه کې د دې ورور له څو نورو کسانو سره ښکیل و اوسي.

تیره ورځ د جوزجان چارواکو هم وویل چې؛ په دې ولایت کې د یوې اته ویشت کلنې میرمنې څخه سر پرې شوی دی. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشر د حقونو مدافع ټولنو وویل چې؛ په دې هیواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوې دي.