د پاکستان حکومت د پنځه کلنې دورې تر پوره کولو وروسته خپل پارلمان منحل کړ

د پاکستان ملکي حکومت ددې هیواد په تاریخ کې لومړنی حکومت شو چې خپله قانوني پڼخه کلنه دوره یې بشپړه کړه.

د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف د حکومت ناکامۍ ومنلې؛ خو د دې سربیره یې وویل، چې د حکومت د قانوني دورې پوره کوله په دې هیواد کې د ډیموکراسۍ بریا په ګوته کوي.

"دا سمه ده چې موږ په تیرو پنځو کلونو کې ونه توانیدو چې په هیواد کې د شاتو او شیدو ویالي روانې کړو. خو موږ هڅه وکړه، چې هغه شمېر ستونزې قابو کړو، چې موږ ته په میراث پاتې وې.

موږ خپلې ټولې سرچینې پر دې وکارولي چې؛ د ډیموکراسۍ اساسات پیاوړي کړو او اوس د الله په فضل ډیموکراسي ډیره پیاوړي ده او راتلونکې که به هیڅوک ونه شي کولی چې؛ پر شا یې وتنبوي."

وروسته له هغې چې په ۱۹۴۷ م کال کې پاکستان خپلواکي تر لاسه کړې ده د دې هیواد په پوځ تقریباً د دې مودې په نیمايي کې پر پاکستان واک چلولی دی او درې ځلې یې کوداتاګانې کړې دي.

د پاکستان دا حکومت چې قانوني موده یې پوره شوې ده او په ډیموکراته توګه انتخاب شوی و، د خپل واک پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ و. په دې کې د اسلامپالو وسله والو له خوا خونړي بریدونه، فرقه يي شخړې، جدايي غوښتنې، طبیعي پیښې او د بریښنا او انرژۍ د سرچینو په برابرولو کې د چارواکو پاتې راتګ له مهو ستونزو څخه وو.

تمه ده چې په دې هیواد کې به په راتلونکو نوي ورځو کې انتخابات ترسره شي.

پخواني معلومات:

د پاکستان حکومت د پنځه کلنې دورې په پوره کولو سره د دې هیواد په تاریخ کې یو مهم پړاو ترسره کړ.

د دې هیواد صدراعظم په دې مناسبت خپله وینا کې دا بریا وستایله او دایې د ډیموکراسې بریالیتوب وباله.

د پاکستان خلکو ته په وینا کې راجه پرویز اشرف وویل؛ په پاکستان کې د ډیموکراټو او غیرې ډیموکراټو قوتونو ترمنځ شخړه اوږد تاریخ لري. خو د نوموړي په وینا، ډیموکرات قوت بالاخره بریا تر لاسه کړه.

بیګا نیمه شپه د قانوني مودې له پوره کولو وروسته د دې هیواد پارلمان منحل شو او سرپرست یا نګران حکومت به د دې هیواد چارې د عمومي انتخاباتو تر ترسره کیدو پورې پر مخ بیايي چې؛ ټاکل شوې په راتلونکو ۹۰ ورځو کې وشي.

د پاکستان د سیاستوالو ترمنځ ژور اختلافات د دې سبب شول چې؛ د شنبې په ورځ د دې هیواد پارلمان په خپله وروستۍ غونډه کې د سرپرست حکومت جوړولو سلا نه شي.

د پاکستان صدراعظم راجه پرویز اشرف ویلي چې؛ د سرپرست صدراعظم او اعلی وزیرانو د ټاکنې په اړه به له ټولو ګوندونو سره سلا مشورې دوام وکړي.

د پاکستان د انتخاباتو مرکزي کمیسون د مۍ د اتمې او لسمې نیټې ترمنځ د انتخاباتو د ترسره کیدو سپارښتنه کړې ده.

د پاکستان دا حکومت چې دوره یې بشپړه شوې د کورنیو مشکلاتو ترڅنګ د خپل واک په دوره کې د امریکا د متحدو ایالتونو سره هم په جدي ستونزو کې ښکیل شو، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې په ۲۰۱۱ م کال کې په ایبټ اباد کې اسامه بن لادن د ځانګړي امریکايي ځواکونو په یو برید کې ووژل شو.